CSS Pushto Past Paper 2026 PDF

Federal Public Service Commission (FPSC)
Competitive Examination for Recruitment to BPS-17 Posts under the Federal Government

 Time Allowed: 3 Hours

 Paper: Pushto 

 PART-I (Objective) : 20 Marks

Q.1. (i) Select the best option/answer and fill in the appropriate Box on the OMR Answer Sheet. (20×1=20)
  1. د پښتنو د تاريخ وړومبۍ انګرېزي کتاب «اسرار الافاغنه» چا ترجمه کړې ده؟
    • (A) جيمز ډارمسټرېټر
    • (B) هنري ونستارټ
    • (C) اولف کېرو
    • (D) پادري هيوز
  2. پښتنو کوم مستشرق ته «پېرنګے ماما» او «پېرنګے اپريدے» وئيلو؟
    • (A) روس کيپل
    • (B) هارټ بلوم
    • (C) ليفټننټ لوډے
    • (D) پادري رابرټ کالرک
  3. د ظلم، زياتي او جبر اعتراف او د مظلوم نه د معافي غوښتلو ته څۀ وائي؟
    • (A) جرګه
    • (B) بدل
    • (C) ننواتې
    • (D) مېلمستيا
  4. د پښتو د ټولو تورو (Alphabets) شمېره څومره ده؟
    • (A) ۴۲
    • (B) ۴۴
    • (C) ۴۶
    • (D) ۴۸
  5. پښتو ناول «مراة العروس» په کوم نوم «نقش نگين» ترجمه شوه په کوم کال؟
    • (A) ۱۸۷۱ء
    • (B) ۱۸۷۵ء
    • (C) ۱۸۷۶ء
    • (D) ۱۸۷۷ء
  6. شېرعالم او مېمونۍ د کوم ځای اوسېدونکي وو؟
    • (A) باجوړ
    • (B) سوات
    • (C) قندهار
    • (D) پېښور
  7. په پښتو کې د منظمې شاعرۍ ابتداء چا کړې ده؟
    • (A) اخون دروېزه
    • (B) بایزید انصاري
    • (C) امیر کروړ
    • (D) خوشحال خان
  8. «حالنامه» د چا تصنيف دے؟
    • (A) مرزا خان انصاري
    • (B) اخون دروېزه
    • (C) بایزید انصاري
    • (D) شيخ عمر
  9. خوشحال خان خټک په کوم کتاب کې د شلو هنرونو او شلو خصلتونو ذکر کړے دے؟
    • (A) اخلاق نامه
    • (B) فرخ نامه
    • (C) فراق نامه
    • (D) دستار نامه
  10. پښتو وړومبے اخبار کوم یو وۀ؟
    • (A) افغان
    • (B) سراج الاخبار
    • (C) دوران
    • (D) وحدت
  11. اولسي ادبي جرګه کله جوړه شوې وه؟
    • (A) ۱۹۴۵ء
    • (B) ۱۹۴۷ء
    • (C) ۱۹۴۹ء
    • (D) ۱۹۵۱ء
  12. د چا مزاحيه کالم نوم «وډې ګډې» وۀ چې په پښتو مجله کې چاپ به کېدو؟
    • (A) راحت زاخیلي
    • (B) غني خان
    • (C) همېش خليل
    • (D) اجمل خټک
  13. «پټه خزانه» کتاب نوم چا ليکلے دے؟
    • (A) محمد هوتک
    • (B) شيخ بوستان بړيڅ
    • (C) شيخ اخوند احمد
    • (D) شيخ متی کټه
  14. شیدا خان کاظم د خوشحال خان خټک څوک وۀ؟
  • (A) نمسے
  • (B) کړوسے
  • (C) ټيکرے
  • (D) زوے
  1. د پښتو ژبې مخصوص توري کوم دي؟
    • (A) څ ، ډ ، ړ ، ښ
    • (B) ڼ ، ښ ، ړ ، ږ
    • (C) چ ، ځ ، ږ ، ښ
    • (D) ځ ، څ ، ږ ، ښ
  2. د شيخ سعدي «بوستان» کتاب نومې کومې مېرمنې پښتنې پښتو ته ترجمه کړے وۀ؟
    • (A) رابعه مېرمن
    • (B) زرغونه مېرمن
    • (C) بخته نېک مېرمن
    • (D) توتيا مېرمن
  3. د پښتو وړومبنۍ افسانه «جينۍ کونډه» په کوم کال ليکلې شوې وه؟
    • (A) ۱۹۱۳ء
    • (B) ۱۹۱۵ء
    • (C) ۱۹۱۷ء
    • (D) ۱۹۱۹ء
  4. «زما سفرنامه» د چا د سفرنامې نوم دے؟
    • (A) سيده منصفه بېګم
    • (B) سيده بشر بيګم
    • (C) سيده آمنه بېګم
    • (D) سيده قانته بيګم
  5. خوشحال خان خټک کله پېدا شوے وۀ؟
    • (A) ۱۶۱۱ء
    • (B) ۱۶۱۳ء
    • (C) ۱۶۱۵ء
    • (D) ۱۶۱۷ء
  6. په ټپه کې ټول سېلابونه (Syllables) څومره وي؟
    • (A) شل
    • (B) دوه ويشت
    • (C) څليريشت
    • (D) پنځويشت

 PART-II (Subjective) : 80 Marks

 PART-II  
۲ نمبر سوال:
(a) لاندينۍ انګرېزي عبارت پښتو ته وژباړئ: يو پښتون شاعر چې د جان کیټس سره ډېر ورته والی لري، هغه عبدالغني خان دی. دلته موږ د شلمې پیړۍ یو ختیځ شاعر لرو چې په داسې یوه ژبه خبرې کوي چې انګرېزي ته په بشپړ ډول پردی ده او په داسې یو کلتور او ټولنه کې اوسېږي چې د انګرېزانو څخه ډېر توپیر لري، او بیا هم د دې سیمه ییزو توپیرونو سره سره، غني خان د پښتون جان کیټس بلل کیدی شي. د دې دواړو شاعرانو څخه هېڅ یو هم پوهه د ساینس او ​​انسانیتو په پاکو برخو ویشلې نه ده. د دوی لپاره ټول پوهه نړیواله وه. د دې دواړو شاعرانو اپیل نړیوالتوب لري ځکه چې د دوی د کارونو موضوع او موضوع ساده ده.
(b) لانديني انګرېزي متلونه پښتو ته وژباړئ (درې د انتخاب په اساس): (i) خپله چوغوخه د خپل ټوکر په اندازه پرې کړه (خپل څادر سره پښې غځوه). (Cut your coat according to your cloth) (ii) سوځېدلی ماشوم له اوره وېرېږي. (A burnt child dreads the fire) (iii) کله چې زوړ چرګ بانګ ورکوي، ځوان چرګ زده کوي. (When the old cock crows the young cock learn) (iv) ځنډول د وخت غل دی. (Procrastination is the thief of time) (v) هغه نه دی ورک شوی چې په پای کې راځي. (He is not lost who comes at last)
۳ نمبر سوال:
(a) لاندينۍ معياري انګرېزي عبارت پښتو ته وژباړئ: د روښاني سياسي تحریک اثرات که څه هم د زور د کمي په وجه محدود وو او ډېر زر زائل شول، ولې په پښتنو کې يې یو مستقل قومي احساس راپېدا کړ. د دې قومي احساس د ثقافت د ښېرازۍ په باب له ډېر څه وکړل او کوم ادبي نوعيت له خپلې روېې ډېر ښکلي او دغه احساس زېږون اوموندو. او د يورپ د ثانيه نشاة تحریکونو هم په ډېرو خبرو کې نه ده، بلکې د روښاني ادبي تحریک مير مالم ارزاني په پښتو ادب کې – او اعليٰ او سپېځلے دے. د مرزا خان انصاري د پښتو احساس سره سره یو زبردست قومي شعور ورګډ کړو، پکې نوې علمي تجربې وکړې، مخلص، دولت وواصل او نورو روښاني شاعرانو تصوف، بابا حميد او نورو ترې فني جواهرات پوره کړل – ترې وروستو خوشحال خان خټک ملي شعور واخست، او د وخت د ترقې يافته ژبو د مقابلې دپاره پښتو ژبه د علم په مېدان کې په پښو اودروله.
(b) لانديني پښتو متلونه انګرېزۍ ته وژباړئ (درې د انتخاب په اساس): (i) سنډا ته سرينده وهل. (ii) چې رښتيا راځي دروغ کلی خوري. (iii) په ګوړه چې مري زهر ورته څه حاجت دے؟ (iv) خر چې نصيب وي غر ووي. (v) د کم عقل عقل نه زده کېږي.
۴ نمبر سوال: د خوشحال خان بابا قلم او تورې په مثالونو سره واضح کړئ. (20)
۵ نمبر سوال: د غني خان د شاعرۍ په مختلفو اړخونو بحث اوکړئ. (20)
۶ نمبر سوال: ټپه د پښتني نفسياتو هينداره ده – د مثالونو په مدد مفصل بحث اوکړئ. (20)
۷ نمبر سوال: د حمزه بابا شاعري د پښتني اقدارو عکاسي کوي – پرې بحث اوکړئ. (20)
۸ نمبر سوال: د پښتو ژبې او کلتور په راپېښو مسئلو مضمون اوليکئ. (20)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *